1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

په ماشومانو کې د خوراکي توکو د حساسيت د مخنيوي لارې چارې

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

څيړونکو د يوه نوي تحقيق په ترڅ کې ماشومانو او د هغوی کورنيو ته داسې سپارښتنې او لارښود اصول وړاندې کړي دي چې په ماشومانو کې به د خوراکي توکو د حساسيت په مخنيوي کې مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/4eqsc
Frisches Baguette Brot mit Brotscheiben und Weizenmehl
انځور: Michael Bihlmayer/CHROMORANGE/picture alliance

په ماشومانو کې له خوراکي توکو سره حساسيت له يوه ډاروونکي خوب څخه کم نه دی. داسې چې ماشومان په هر محفل او ښوونځي کې د ډوډۍ خوړولو پر وخت ډېر احتياط کوي ځکه دوی د خوراک او څښاک توکو ته د ځان له پاره د يوه ممکنه خطر په سترګه ګوري.

دا مسئله ماشومان او د هغوی والدين له شدید عصابي فشار سره مخامخ کوي او دا مسئله همدا راز د يوې کورنۍ پر ټولنیز چلند هم ژورې اغیزې کولی شي. علت یې دا دی چې د خوراکي توکو د الرجۍ ښکار ماشومانو مور او پلار د خپلو خپلوانو کور ته د تګ او يا په کوم محفل کې د ګډون له پاره بايد يو پلان وسنجوي. 

روغتيايي کارپوهانو او څیړونکو په دې منځ کې داسې اصول وضع کړي چې له والدينو سره به د خپلو اولادونو د بدني زغم په زياتولو کې مرسته وکړي.

د خولې له لارې ايميونو درملنه

په Oral Immunotherapy يا د خولې له لارې ايميونو درملنې په ترڅ کې ماشومانو ته لومړی د ممپلیو په څېر حساسيت پيدا کوونکو مادو ډېر لږ مقدار ورکول کيږي څو یې د وجود زغم لوړ شي. د وخت په تېريدو سره دا مقدار په ورو ورو زياتیږی. خو تر اوسه د دې درملنې د افاديت په اړه ډېر لږ شواهد موجود ول.

اوس د طبي کارپوهانو د مرستې له پاره نوي لارښود اصول وضع شوي دي چې څو هغوی د دې ډول ناروغانو او د هغوی له پالونکو سره د کار طرز معياري کړي او په ماشومانو کې د خوراکي توکو د حساسيت مخه ونیوله شي.

د کاناډا د ميک ماستر پوهنتون د ماشومانو د ناروغيو کارپوه ډګلس میک چې د دې تازه څيړنې اصلي ليکونکې هم دی، په دې اړه وويل: «دا زموږ د څانګې يوه تاريخي څيړنه ده ځکه داسې مخکې هیڅکله نه وو شوي او نه هم دا عمل معياري شوی وو.»

له خوراکي توکو سره حساسيت څومره عام دی؟

په ټوله نړۍ کې په څه نا څه څلور سلنه ماشومانو او يو سلنه لويانو کې د خوراکي توکو سره حساسيت تشخيص شوی دی. په لوېدیځو هېوادونو کې دا الرجي ډېره عامه ده چېرې چې اته سلنه ماشومان او څلور سلنه لویان د خوراکي توکو د الرجۍ ښکار دي.

د يوه ماشوم د خوښې خواړه د بل له پاره زهر ثابتيدلای شي. د ممپليو الرجي په بريتانيا، امريکا متحده ایالاتو او استراليا کې ډېره عامه ده خو په آسيا کې بيا ډېر نه ترسترګو کیږي. په آسيا کې د غنمو، هګۍ او شيدو سره حساسيت ډېر دی.

انرژي لرونکي نوشابې څومره خطرناکې دي؟

له تېرو دوو لسیزو راهېسې په نړۍ کې له خوراکي توکو سره د حساسيت فيصدي د لوړيدو په حال کې ده چې د ساينس پوهانو په آند یې علت د حفظ الصحې اصولو ته ډېره پاملرنه او د هغې عملي کول دي.

د کارپوهانو په آند په شا او خوا چاپيريال کې د مکروبونو کمښت د دې باعث ګرځي چې د ماشومانو مدافعتي نظام د ممپليو او يا شيدو په څېر بې ضرره توکو پر ضد عمل کوي. په نورو علتونو کې د وټامين ډي کمښت هم شامل دی. همدا شان هغه عمر هم کله چې ماشوم په لومړي ځل د خوراکي توکو سره د الرجۍ باعث کيدونکي اجزا استعمال کړي ول. 

د خولې له لارې ايميونو درملنه په هغه ماشومانو کې د مرستې يو اوږد تاريخ لري چې له لومړي سره یې له خوراکي توکو سره حساسيت ښوولی وي. دا درملنه په لومړي ځل په ۱۹۰۸م کال کې د يوه ۱۳ کلن هلک د هګیو سره د الرجۍ د له منځه وړولو له پاره کارول شوې وه.

اورل ايميونو تهراپي څرنګه مرسته کوي؟

په ماشومانو کې د خوراکي توکو سره د حساسيت مضرې عامې اغیزې نس دردي او يا استفراق کول دي.

د کاناډا د ماشومانو له يوه روغتون څخه اميونالوجسته جوليا اپټن وايي: «د يوې کورنۍ د غړيو له پاره د خوراکي توکو د حساسيت، د باعث کيدونکو توکو او ايميونو درملنې په اړه پوهاوی ډېر اړين دی. دې ته بايد پاملرنه وشي چې خواړه څرنګه په خوندي توګه وکارول شي، کوم شيان په نظر کې ونيول شي، کله درملنه وشي او کوم وخت له کوم ډاکتر سره تماس ونيول شي.»

د والدينو له پاره مهمه ده چې له ډاکترانو سره په ګډه هڅه وکړي څو ماشومان د خوراکي توکو له الرجي وساتل شي او که چېرې دا حساسيت لا دمخه معلوم وي نو د موثرو لارو چارو پرې د لاس بري هڅه باید وشي.

جوليا اپټن وايي لکه يوې سپورتي سيالۍ ته د چمتووالي په څېر ماشومان هره ورځ د حساسيت پر وړاندې روزنې ته اړتيا لري. که چېرې د خولې له لارې ايميونو درملنه په بشپړه توګه ودرول شي نو د اغیزمن کس د بدن مدافعيت له منځه هم تللی شي.

ب. ص/ ن. ز (فريدرک شوالر)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب