1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

پر پسرلني حساسیتونو د کرونا فکر مه کوئ

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

د پسرلي موسم په پيل سره ډير شمير کسانو ته چې موسمي حساسیت لري کيدای شي دا اندیښنه پيدا شي چې د کرونا پر ويروس اخته شوي، ځکه د پسرلنيو حساسیتونو علایم د ويروس کووید ـ ۱۹ په څير دي.

https://p.dw.com/p/3Ztxe
Gesundheit Frau mit Heuschnupfen Symbolbild
انځور: Fotolia/Patrizia Tilly

د پسرلي موسم له پيل سره هغه کسان چې د پسرلني حساسیت ښکار وي دا انديښنه ډيريږې،چې د کرونا پر ويروس خو به نه وي اخته شوي. دا ځکه چې د دې ډېر نښې د کرونا ويروس علايمو ته ورته دي. د تودي ورځپاڼې د رپوټ له مخې، د پسرلني حساسيت نښې د پزې بنديدل، وچ ټوخې او داسې نور د کوويد ۱۹ ويروس ته ورته دي. نو ځکه د دغه دواړو بیلوالي به ستونزمن کار وي.


په نيويارک کې د طب پوهنځې د ساه لنډي او حساسيت کارپوه ډاکټر باست وايې: «که په کرونا ويروس باندې اخته شوې اوسئ، نو په ناڅاپې ډول د اشتها له لاس ورکول، سردرد، تبه، د ستوني درد او د بدن درد به ښايي ولرئ. په ياد ولرئ، چې دغه علايم د انتي هيستامين يا(د حساسیت ضد درملو) په خوړلو سره نه ښه کيږې.


د ډاکټر باست په خبره، د بدن خارښت د حساسیت څرګنده نښه ده او دا ډيره لرې ده، چې ګواکې تاسې دې پسرلني حساسيت ولرئ او ستونې مو درد وکړې. ځکه دغه علايم په ځانګړي ډول د ريزس او نورو تنفسي ناروغيو دي.


په نيويارک کې د ايکان طب پوهنځي، د ايمونولوژي د برخې رئيس ډاکټر راشل ميلر وايې:«تر اوسه لا ثابته شوې نه ده،چې ګواکې پسرلنې حساسيت کولې شی د انسان ايمني سیستم کمزورې او د کرونا ویروس کوويد ۱۹ اخته کيدلو ته يې برابر کړي. دا د انسان د ايمني سیستم نيمګړتیا ده چې پر ويروسي ناروغيو يې اخته کوي. د بدن ايمني نيمګړتيا بيا له پسرلني حساسيت سره ډير توپير لري چې د انسان د بدن ایمني سيستم په پسرلنۍ هوا کي له حده زيات غبرګون ښکاره کوي.»