1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نوکانو د ژوولو له عادته څرنګه ځان خلاصولی شو؟

۱۴۰۲ اسفند ۱۴, دوشنبه

د نوکانو ژوول زیاتره وخت د ويرې، ستريس او يا بیزاره کوونکي وضعيت په مقابل کې غبرګون دی او په هيڅ صورت کې بې ضرره کار نه دی. خو ځيني داسې لارې چارې شته چې په مرسته یې دا ناسالم عادت ترک کړل شي.

https://p.dw.com/p/4d9QH
د نوکانو ژوول ډېر علتونه لري، لکه بې اطمناني او اضطراب.
د نوکانو ژوول ډېر علتونه لري، لکه بې اطمناني او اضطراب.انځور: Kaiser/Caro/picture alliance

د هغو کسانو شمير چې پرله پسې خپل نوکان ژووي او هیڅ نه شي کولی چې دا ځورونکی عادت پريږدي، تر هغو ډېر دی چې په اړه یې تصور کيږي. اکثره خلک له ماشومتوبه دا کار پېلوي او حتی په ځوانۍ او يا لوړ عمر کې هم نه شي کولی ترک یې کړي.

د نوکانونو ژوول په اتوماتيک ډول او زياتر وخت په بشپړه بې شعوري توګه ترسره کيږي. په يوه څېړنه کې چې د امريکا متحده ايالاتو په ملي طبي کتابتون کې نشر شوې ده، راغلي دي چې په ټوله نړۍ کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنه، د هر عمر خلک نوکان ژووي.

بېلا بېل علتونه

د نوکانو ژوول ډېر علتونه لري، لکه بې اطمناني او اضطراب. خو حتی يو هيجانه کوونکې فلم هم د دې باعث کيږي چې سړی د نوکانو په ژوولو لاس پورې کړي. په ډيرو مواردو کې د نوکانو ژوول د ويرې، ستريس، ګډوډۍ او يا يوه خسته کوونکي وضعيت په مقابل کې غبرګون دی. 

د ډیرو خلکو له پاره د نوکانونو ژوول د احساسي يا عاطفي ستريس سره د چلند لاره ده او د ناوړه موقعيتونو څخه د خپل فکر د راايستلو له پاره د نوکانونو په ژوولو لاس پورې کوي.

دا ډېره نادره ده چې د نوکانونو ژوولو عادت ترشا دې يوه جدي رواني ناروغي پرته وي. د آلمان د شوارڅ والد د اوبربرګ د تخصصي کلينک د ارواپوهنې او روحي تداوۍ متخصص اندرياس وال کوردون، په دې اړه وايي: «کله چې په يوه کس کې د نوکانونو ژوولو عادت له کبله جدي زيان او يا یې پر روان د نوکانو ژوولو واضح اغیزه نه وي موجوده نو موږ اساساً د یوه سلوکي اختلال څخه خبره نه کوو. يعني دا د عادت په شدت او د اغیزې په کچه پورې تړلی دی.»

په جدي توګه د ټپي کيدو امکان شته

کله چې نوکان تر خپلې وروستۍ سطحې پورې وژوول شي او د نوکانو لاندې پوستکی زيانمن شي، نو هغه وخت بيا جدي ستونزه پيدا کيدلای شي. په هغه صورت کې امکان لري تر نوک لاندې پوست او غوښه غوڅ شي او وينه ترې جاري شي. ډاکتر وال کوردون وايي: «زيانمن شوی ځای ښايي التهاب شي او د میکروبونو او باکترياو له لارې عفوني شي. د پوستکي د ناروغيو په چوکاټ کې دا څه يقيناً ډېر جدي دي.» هغه زياتوي چې زیانمن شوي انساج ښايي عفوني شي او درد ولري.

د انسان خوله هم ښايي اغیزمنه شي، ځکه باکترياوې او میکروبونه د تخريب شوي نوک لاندې راټوليدلی او په دې توګه د خولې له لارې بدن ته داخليدلای شي. همدا ښايي يو علت وي چې ولې د نوکانو ژوونکي ډېر په رېزش او د هاضمې په ناروغيو اخته کيږي او يا یې پوستکی ډېر حساس وي.

غاښونه هم اغیزمن کيږي ځکه هلته هم باکترياوې او ميکروبونه راټوليږي چې د مثال په توګه د خولې د بد بوی باعث کیږي.

وال کوردون، په دې آند دی چې د نوکانو ژوول تر ډېره يو غير سالم عادت دی چې نه بايد د يوې ناروغۍ په توګه ورته وکتل شي لکه د «جبري وسواس اختلال» د ناروغۍ په مورد کې چې صدق کوي. هغه وايي: «شناختي پدیدې د نوکانونو له ژوولو سره هيڅ ربط نه لري، بلکې د ترنګلتيا له حالت سره تړاو لري خو تر شا یې هیڅ شناختي او يا ذهني چلند پروت نه دی.»

د مرستې لارې چارې

په ماشومانو کې دنوکانو ژوولو عادت معمولاً د وخت په تېريدو سره پخپله له منځه ځي. په دوی کې د نوک په ځينو موادو ککړول هم يوه مروجه لاره ده. دا محلول د مثال په توګه د دناتونیوم چې يوه ډېره ترخه کيمياوي ماده ده او يا بيترکس څخه جوړ وي. دا کيمياوي ترکيبات ډېر تريخ خوند لري خو د انسان د صحت له پاره بې ضرره دي او په بدن کې جذبیږي.

ځوانان په ځانګړي توګه نجونې چې کله د بلوغ سن ته رسېږي نو د نوکانونو ژوولو عادت پريږدي، ځکه هغوی په دې عمر کې د ښکلو او مرتبو نوکانونو لرلو سره شوق پیدا کوي. دېری یې د خپلو خرابو نوکانونو له کبله شرمیږي او هڅه کوي چې هغه پټ کړي ځکه چې نوکان د سالمې روغتيا آيينه ګڼل کيږي.

د ډېر عمر کسان چې نه شي کولی د نوکانو ژوولو عادت ترک کړي، کولی شي د ترخه محلول څخه استفاده وکړي. هغوی همدا راز کولی شي د خپل دې چلن سره شعوري برخورد وکړي. کارپوهان دې ډول کسانو ته توصيه کوي چې د خپل دې چلن په اړه هر ورځ په يوه کتابچه کې وليکي. وال کوردون وايي: «په لومړي قدم کې د خپل چلن پيژنګلوي مهمه ده: د نوکانو ژوول څه وخت رامنځته کيږي؟ څرنګه رامنځته کيږي او څه وضعيت احتمالاً د دې عمل د تحريک باعث کیږي؟»

هغه کسان چې د نوکانونو د ژوولو عادت لري، هغه وخت له دې عادت سره ښه مبارزه کولی شي چې د مثال په توګه بديل حرکتونه پېل کړي. دوی باید يوه ستراتيژي غوره کړي او هغه په جدي توګه عملي کړي. کله چې د مثال په توګه ګوته په اتوماتيکه توګه د خولې پر لور حرکت کوي، بايد په شعوري توګه ورته تغير ورکړي او خپل غوږ او يا اوږه لمس کړي.

په دې توګه د اتوماتیک حرکت مسير تغير کوي او ګوته هغه ځای ته وړل کيږي چېرې چې زيان نه رامنځته کوي. څومره چې ډېر دا بديل حرکت ترسره کيږي، په هماغه اندازه دغه کس له نوي حرکت سره عادت پيدا کوي او په دې توګه یې چلن تغير مومي.

نوکان مراقبت او ښې تغذیې ته اړتيا لري

په کلونو کلونو د نوکانو ژوول او په غاښونو پرې کول یې اغیزمنوي. د نوکانونو د بیرته رغولو په موخه یې باید مراقبت وشي. د مثال په توګه الويه ويرا او همدا راز مختلف تيلونه د نوکانونو او پوستکي د آرامېدو او تغذیې له پاره شهرت لري.

سالم او متنوع خواړه د نوکانونو له روغتيا سره هم مرسته کوي ځکه روغ نوکان ويتامينونو او مختلفو معدني موادو ته اړتيا لري.

ب. ص/ ن. ز (Gudrun Heise)

زموږ له آرشيف څخه:

د روغتونو په عاجل سروس کې له مصنوعي ځېرکتيا څخه استفاده؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب