1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

کرونا واکسین حساسیت درلودونکو کسانو ته څومره خطر لري؟

۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعه

په بریتانیا کي پر سونو کسانو د کرونا واکسین تطبیق سول. خو دوو کسانو چي الرجي درلوده، په مقابل کي یې حساسیت ښکاره کړی دی. په دې دلیل به پر هغو کسانو چي الرجي لري، په دغه هیواد کي د اوس له پاره نور واکسین تطبیق نه سي.

https://p.dw.com/p/3mZJz
Coronavirus | Impfstoff
انځور: Robin Utrecht/picture alliance

دوې ورځي لا نه وې تیري سوي چي بریتانوي چارواکو داسي خبرداری ورکړ: هغه کسان چي په ښکاره ډول سره الرجي لري، د اوس له پاره نه باید واکسین سي.

بریتانایا د نړۍ د لومړي هیواد په توگه د دوا جوړولو الماني شرکت بیونتیک او هغه امریکايي شرکت فایزر د کرونا نوي واکسینونه تر عاجلي اجازه نامي اخیستلو وروسته تطبیق کړل.

د نوي واکسین لګولو په اوله ورځ په سونو کسانو ته پيچکاري سو، خو دوو کسانو چي الرجي يې درلوده، ورته یې مشکلات پیښ کړل.

الرجي درلودونکو کسانو ته خبرداری

د فقط احتیاطي تدابیرو په دلیل د بریتانيا د روغتيا چارواکو خبرداری ورکړ: هغه کسان چي الرجي لري، نه باید واکسین سي. د بریتانیا د صحي ادارې NHS هغو دوو کارکوونکو چي مخکي یې الرجي درلوده، د نوي واکسین په مقابل کي عکس العمل ښکاره کړی دی.

خو په دې منځ کي د بریتانیا د صحي ادارې NHS آمر ستیفن پاویس په خبره دغه دوه کسان بیرته جوړ او کوم مشکل نه لري. هغه دغه خبري د بریتانیا پارلمان د روغتيا کميټې ته وکړې.

خطرناکه عکس العمل

الرجي درلودونکي کسان نو باید په دې ډول سره ډیر احتیاط وکړي، خصوصأ هغه کسان چي پخوا یې د انا فیلاکتیک په نامه سخته الرجي تیره کړې وي. مثلأ د غذايي موادو، دواوو او یا واکسین په مقابل کي يې حساسیت ښکاره کړی وي.

په دې صورت کي هغوی ته دوه مختلف تکلیفونه پيښیدلای سي: یا داچي د تنفسي جهاز او پوست او یا د معدې او کولمو تکلیف. په ډیرو حالاتو کي ورته د زړه تکلیف هم پيښیږي.

د بدن ددغه ډول سخت عکس العمل ښکاره کیدل ناببره رامنځته کیږي او ورسره د مخامخ کسانو حالت کیدلای سي، په ډیر لږ وخت کي سخت خراب سي.

زموږ له آرشیف څخه: