1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

سعودي عربستان په پاکستان کې پانګونه ته ليوالتيا ښوولې

۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه

سعودي عربستان ډاډ څرګند کړی دی چې په پاکستان کې به ېې د پانګونې پروژې د «پام وړ په ښه توګه» مخته ولاړې شي. اسلام آباد تر دې ېوه ورځ مخکې اعلان وکړ چې رياض ورسره د ۵ ميلياردو ډالرو پانګونې د چټکولو ژمنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4esBC
د آرشیف انځور - د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير، فیصل بن فرهان آل صعود
د آرشیف انځور - د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزير، فیصل بن فرهان آل صعودانځور: MARCO LONGARI/AFP

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير، فیصل بن فرحان آل سعود، د دوشنبې په ورځ د یو اقتصادي پلاوي په مشرۍ په یو دوه ورځني سفر اسلام آباد ته ورسيد.

د رويټرز خبري آژانس په حواله تر بحثونو وروسته د پاکستان او سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزیران په یو خبري کنفرانس کې راڅرګند شول. د پاکستان د بهرنیو چارو وزير اسحق ډار، په دغه ګډ خبري کنفرانس کې وويل چې پاکستان دغه پلاوي ته د پانګونې د ممکنه پروژو په هکله لازم معلومات ورکړي دي.

هغه وويل چې پاکستان د سعودي د پانګوالو له پاره په پاکستان کې د کرهڼې، کانونو، معلوماتي تکنالوژۍ او هوانوردۍ په برخه کې د پانګونې د امکاناتو یادونه وکړه.

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير وويل چې هغه په پاکستان کې د پانګونې فرصتونو ته ليواله شوی او د پاکستان له لوري ورکړل شوي معلومات ېې ګټور وبلل.

فیصل بن فرحان آل سعود وويل: «دا ډېر زیات او د پام وړ ډاډ راکوي ترڅو وشو کړای په هغو پروژو کې مخ پر وړاندې ولاړ شو کوم چې موږ د ېوې مناسبې پانګونې له پاره تشخيص کړي دي.» هغه زیاته کړه: «زه ډاډه یم چې موږ به د پام وړ پرمخ ولاړ شو.»

په اسلام آباد کې د سعودي عربستان او پاکستان پلاوې په داسې وخت کې دغه څرګندونې کوي چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف تېره اوونۍ په مکه المکرمه کې د سعودي عربستان له شهزاده محمد بن سلمان سره په خپله وروستۍ کتنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو پر ودې بحثونه درولودل.

اسلام آباد ته د سعودي عربستان د پلاوی تګ د پاکستان او سعودي عربستان د مشرانو تر منځ د یو رسيدلي تفاهم د ادامې له پاره کيږي.

د پاکستان او سعودي تر منځ دغه کتنې په داسې وخت کې شوي چې پاکستان د پيسو نړېوال صندوق (آي ام اف) څخه د ۲۴م ځل له پاره د مالي مرستې د ترلاسه کولو په هڅه کې دی.

د پاکستان د ماليې وزير، محمد اونګزیت، دا وخت په واشنګټن کې دی. هغه غواړي د آی ام اف او د نړيوال بانګ په پسرلنۍ غونډه کې ګډون وکړي چې هغه به پکې پاکستان ته د نوو پورونو پروګرام په هکله د خبرو اترو پروسه پيل کړي.

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د مالي مرستو او پانګونې پروژو د جلب له پاره هڅې کوي چې دغه هېواد له مودې راهیسې له سخت اقتصادي بحران سره مخ دی.

(Reuters)mks/nz  

له آرشيف څخه (30.08.2022): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل