1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

پاکستان کې انفلاسیون او د خلکو مصارفو کې د ۲۷.۴ سلنې ډیروالی

۱۴۰۲ شهریور ۲۵, شنبه

د جمعې په ورځ، پاکستان د پټرولو او ډیزل په نرخونو کې د ريکارډ په کچه د لوړوالي اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/4WPoi
پاکستان کې انفلاسیون
پاکستان کې انفلاسیونانځور: RIZWAN TABASSUM/AFP

د سویلي آسیا د دغه هیواد لپاره چې دا مهال د لوړ انفلاسیون سره مخ دی په وروستیو دوو اونیو کې دا دوهم لوړ نرخ دی.

د مالیې وزارت په یو بیان کې ویلي چې حکومت د پټرولو بیه له ۲۶.۰۲ روپیو څخه ۳۳۱.۳۸ روپۍ في لیټر او د ډیزل بیه له ۱۷.۳۴ روپو څخه ۳۲۹.۱۸ روپۍ في لیټر ته لوړه کړې.

دا اقدام یوه ورځ وروسته له هغه کیږي چې مرکزي بانک په ناڅاپي ډول د خپل کلیدي سود نرخ ۲۲ سلنه وټاکه او ويې ویل چې انفلاسیون به د سپتمبر په میاشت کې د پام وړ لوړ شي خو وروسته به بیرته په اکتوبر کې کښته راشي او همغه ګراف به وساتل شي.

په یوه ۲۴۱ ميليوني نفوس لرونکي هیواد کې خلکو په اګست میاشت کې خپل مصارف ۲۷.۴ سلنه لوړ کړي دي.

پاکستان د جولای په میاشت کې د پیسو نړیوال صندوق څخه د ۳ ملیارد ډالرو پور له موافقې وروسته، د لوړ انفلاسیون او د بهرنیو اسعارو له کمو زیرمو سره مخ دی چې د اقتصادي ثبات د ودې له پاره مبارزه کوي.