1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
اقتصادپاکستان

پاکستان د IMF سره د قرض پر وروستي قسط خبرې کوي

۱۴۰۲ اسفند ۲۴, پنجشنبه

د پیسو نړيوال صندوق (IMF) غواړي پاکستان سره د ۳ملیارډ ډالرو مالي مرستې پر وروستۍ برخه مهم مذاکرات پیل کړي. د پور وروستۍ برخه ۱،۱ مليارډ ډالره ده چې نن پنجشنبه (د ۲۰۲۴ کال د مارچ ۱۴ نيټه) به ېې په تړاو مذاکرات پیل شي.

https://p.dw.com/p/4dVpf
IWF Report Logo
انځور: Yuri Gripas/REUTERS


د پیسو نړېوال صندوق پاکستان سره د پور مهم مذاکرات پیلويچارواکو آن د چهارشنبې په ورځ وويل چې د پیسو نړېوال صندوق به روانه اوونۍ د پاکستان له نوي منتخب حکومت سره د ۳ مليارډ ډالرې قرضې پر وروستۍ قسط یا برخې چې ۱ اعشاریه ۱ ملیارډ ډالرو په حجم ده، مذاکرات پیل کړي. د دواړو تر منځ د قرضې دغه توافق تېر کال شوی وو چې روانه میاشت ېې موده پای ته رسیږي. آی ام اف به په دغو مذاکراتو کې وګوري چې آیا د شریف نوی حکومت د دغو پيسو د ترلاسه کولو له پاره د دوی غوښتنې او شرایط ورپوره کولی شي او که نه.

د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، آی ام اف، په دې ارتباط نن پنجشنبه په اسلام آباد کې د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف له نوي حکومت سره پنځه ورځني مذاکرات پیلوي.

داسې ښکاري چې پاکستان به له آی ام اف سره د ۲۰۲۳م کال توافق له مخې د پور وروستی قسط ترلاسه کړي.

پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره د مخ کېدو تر څنګ، تېر او سږکال په درنو ورښتونو کې هم ډېر زیانمن شوی دی
پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره د مخ کېدو تر څنګ، تېر او سږکال په درنو ورښتونو کې هم ډېر زیانمن شوی دیانځور: Sajjad/Xinhua/IMAGO

د ۸ ملياردو ډالرو نوې قرضه

د شریف سلاکارانو ويلي چې سربېره پر دې، دوی به له آی ام اف څخه تر ۸ ميليارډو ډالرو پورې ېوې نوې قرضې له پاره هم هڅې وکړي.

پاکستان د خپل تاريخ تر ټولو سخت اقتصادي بحران تجربه کوي چې له کبله ېې د بهرنیو پورونو د بېرته ورکولو اندېښنې په کې مخ په لوړېدو دي. په همدې دلیل دغه هيواد پر بحران د برلاسه کېدو له پاره بودجې ته اړتیا لري.

د پاکستان ماليې وزارت په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې پاکستان له آی ام اف څخه د وروستي ۱،۱ مليارډ ډالرو قسط د ترلاسه کولو له پاره ټول شرایط پوره کړي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې کله له آی ام اف سره د مامورینو په کچه توافق وشي، بیا به نړېوال پورورکونکی اجرائيه بورډ، پاکستان ته د ۱ اعشاریه ۱ مليارډ ډالرو ورکړه تصدیق کړي.

»قرض دې د انتخاباتو د ارزونې سره مشروط شي«

دغه پرمختګ داسې وخت کيږي، چې تر دې یوه ورځ مخکې د پاکستان نوي ټاکل شوي ماليې وزير، محمد اورنګزیب، خبريالانو ته وويل کله چې د مالي نجات پور اوسنۍ معامله په بشپړې بریا سره نتیجې ته ورسيږي، تر هغې وروسته به اسلام آباد هڅه کوي تر څو له آی ام اف سره دا ډول یوه بله نوې معامله وکړي.

شهباز شریف (کيڼ لور) د مارچ په دریمه د پاکستان د نوي لومړي وزير په توګه انتخاب شو له هغه سره په انځور کې د پاکستان نوی ولسمشر، آصف علي زرداري، لیدل کيږي
شهباز شریف (کيڼ لور) د مارچ په دریمه د پاکستان د نوي لومړي وزير په توګه انتخاب شو له هغه سره په انځور کې د پاکستان نوی ولسمشر، آصف علي زرداري، لیدل کيږيانځور: picture alliance / Xinhua News Agency

د پیسو نړېوال صندوق سره موجوده معامله چې روانه میاشت ېې موده پای ته رسيږي، تېرکال د لومړي وزير شهباز شریف له خوا لاسلیک شوه. شریف د پخواني لومړي وزير عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته د هغه ځای ناستی شو او د روان کال د فبرورۍ ۸مې انتخاباتو کې بېا د پاکستان لومړی وزیر شو.

عمران خان چې اوس په زندان کې دی ادعا کوي چې په تېرو انتخاباتو کې پراخې درغلۍ شوي او د تحقیقاتو غوښتنه کوي، خو چارواکي د هغه ادعاوې ردوي. خان په یو لیک کې له آی ام اف څخه غوښتي چې اسلام آباد سره هر ډول خبرې دې د انتخاباتو په تړاو تحقیقاتو سره وتړي. د اسوشتید پریس په حواله، آی اف ام یا د پیسو نړېوال صندوق تر اوسه د خان د خبرو په هکله څه نه دي ويلي.

خان وړم کال د پارلمان د عدم اعتماد رایې په نتيجه کې له واکه لرې شو چې تر هغه وروسته د یو لړ لګېدلو تورونو په نتيجه کې پر بند محکوم شو.

 (AP)mks/aa

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل