1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان د «پي آی اې» هوايي شرکت د خرڅلاو پلان تصویب کړ

۱۴۰۲ بهمن ۱۸, چهارشنبه

د پاکستان لنډمهالې کابینې د سه شنبې په ورځ د دغه هيواد نړیوال هوايي شرکت د خصوصي کولو پلان تصویب کړ. تر دې وړاندې د دغه هېواد د ټاکنو کمېسیون کابینې ته امر کړی و، چې په دې برخه کې له هر ډول وروستي اقدام څخه ډډه وکړي.

https://p.dw.com/p/4c8ZE
Pakistani airlines I PIA
د پاکستان موقتې کابینې دغه منصوبه د خصوصي چارو کمېسیون په لارښوونه تائید کړې. انځور: Nicolas Economou/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان د ملي هوايي الوتکو د خرڅلاو له پاره د کابینې له خوا منظوریدل یو اړین شرط دی.

رویټرز خبري آژانس تیره اونۍ راپور ورکړ، چې لنډمهاله حکومت په دې وروستیو کې د دغه هوایي شرکت د خرڅلاو وروستی پلان جوړ کړی دی.

د لومړي وزیر دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي: «دا ګامونه به د پي آی آې هوایي شرکت له پاره د پانګوالو په راجلبولو کې مرسته وکړي.» په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د « Ernst & Young» په نوم د مشورو یوه شرکت د دغه زیان لیدونکي شرکت د بیا رغونې له پاره خپله طرحه بشپړه کړې.

په دې خبرپاڼه کې د ټاکنو کمېسیون د لارښوونو یادونه نه ده شوې. خو لنډمهالي  لومړي وزير انوارالحق کاکړ تر دې وړاندې ويلي و، چې دغه پروسه به د کابينې تر تصويب وروسته د خرڅلاو په ګډون د نورو اجرااتو له پاره راتلونکي حکومت ته وسپارل شي.

دا پلان هغه اقتصادي ننګونې په ګوته کوي چې د پاکستان راتلونکی حکومت به د پیسو د نړیوال صندوق له خوا وضع شويو سختو شرایطو سره مخ شي. پاکستان چې ۲۴۱ میلیونه نفوس لري د انفلاسیون له لوړې کچې سره مخامخ دی.

د پاکستان موقتې کابینې دغه منصوبه د خصوصي چارو کمېسیون په لارښوونه تائید کړې.

دغه کمېسیون ته دنده ورکړل شوې چې ټول زیان لیدونکي دولتي شرکتونه وپلوري.

«PIA» شرکت د تېر کال د جون تر میاشتې پورې ۷۸۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې (۲.۸ میلیارده ډالره) پوروړی دی او ټولټال زیان یې تر تیرې جون میاشتې پورې ۷۱۳ میلیارده روپۍ (۲.۵۵ میلیارده ډالره) وه.