1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستمیانمار

ميمانمار: سان سوچي د سختي ګرمۍ له وجې له زندانه انتقال شوې

۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه

د ميانمار پوځي حکومت ويلي دي چې د ګرمۍ له وجې یې ډېر عمر لرونکي زندانيان چې پخوانۍ مشره اونګ سان سوچي هم پکې شامله ده، انتقال کړي دي. دا روښانه نه ده چې آیا نوموړې د موقت وخت له پاره له زندانه انتقال شوې او که څنګه؟

https://p.dw.com/p/4es5C
آرشيف انځور: احتجاج کوونکو د سان سوچي د آزادولو غوښتنه کوي
آرشيف انځور: احتجاج کوونکو د سان سوچي د آزادولو غوښتنه کويانځور: YE AUNG THU/AFP via Getty Images

د ميانمار حکومت د چهار شنبې په ورځ ويلي دي چې د دغه هېواد پخوانۍ مشره او د نوبل جایزې ګټونکې اونګ سان سوچي، د سختې ګرمۍ له وجې د پاخه عمر د نورو زندانيانو سره کور ته انتقال شوې او نظر بنده ده.

د رپوټونو په حواله ۷۲ کلن وين مېنټ چې د سان سوچي له واکه د ګوښه کړل شوي حکومت پر وخت ولسمشر وو، هم په دې زندانيانو کې شامل دی چې د ګرمۍ له کبله له زندانه را ايستل شوي دي.

۷۸ کلنه سان سوچي، په پلازمينه ناپيتاو کې په زندان کې د خپل ۲۷ کلن بند موده پوره کوي. نوموړې د يو شمیر تورونو له کبله چې د هغې د ملاتړو او بشري حقونو ټولنو په حواله سياسي انګیزه لري، په دې بند محکومه شوې ده.

د ميانمار د هوا پيژندنې ادارې په حواله، په ناپيتاو کې د سه شنبې په ماسپښين د تودښت درجه ۳۹ سانتي ګراد وه.

حکومت څه ويلي؟

د ميانمار د پوځي حکومت وياند جنرال څاو من تون، د سه شنبې په ماښام څلورو رسنيو ته ويلي: «دا چې هوا ډېره ګرمه ده، نو موږ نه يوازې د سان سوچي، بلکې د هغو ټولو له ګرمۍ څخه د حفاظت له پاره چې احتياط ورته مهم دی، په ځانګړي توګه هغه کسان چې سنونه يې لوړ دي، اقدام کړی دی.»

څاو من تون، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د سختې ګرمۍ له کبله نه يوازې اونګ سان سوچي او وين مېنټ، بلکې نورو هغو کسانو ته چې سونه يې لوړ دي، هم اړينه پاملرنه شوې ده.»

خو نوموړي دا ونه ويل چې له زندانه تر را ايستلو وروسته هغوی چېرته وړل شوي دي.

د رپوټونو پر اساس زندان ته تر استول کيدو دمخه سان سوچي په يوه پوځي اډه کې پراته خوندي کور کې ساتل شوې وه.

نوموړې د پخواني پوځي حکومت پر وخت ۱۵ کاله د رنګون د انیا جهيل پر غاړه پراته کور کې نظر بنده وه، خو دغه کور په مارچ مياشت کې پلورل شوې دی.

سان سوچي ولې زنداني ده؟

پوځ په ۲۰۲۱م کال کې ټاکل شوی حکومت را وپرځاوه او پر سان سوچي یې له خيانت او بډې اخيستو څخه نيولې د اطلاعاتو د قوانينو او کوويد – ۱۹ له مقرراتو څخه تر سرغړونو پورې تورونه ولګول او هغه یې زنداني کړه.

هغه د پوځ له خوا له بندي کيدو راهېسې له خلکو پټه ساتل شوې او ويل کيږي چې روغتيايي وضعيت یې هم ښه نه دی.

د نړۍ مشران او ديموکراسي پلوه فعالان په وار وار سره د نوموړې د آزادولو غوښتنه کوي.

د ۲۰۲۱م کال کودتا چې د څو کلونو تر پوځي واکمنۍ وروسته رامنځته شوی ديموکراتيک حکومت یې سقوط کړ، د خلکو له شديد مقاومت سره مخامخ شوه چې پوځ یې په زور د ځپلو هڅه وکړه. په دې شخړه کې تر ۴ زره او ۸۰۰ ډ‌ېرو ملکیانو ژوند له لاسه ورکړ.

پوځ اوس د پوځي حکومت ضد ملکي جنګيالو او نژادي اقليت د وسله والو ډلو په مقابل کې د واک د ټينګولو په مبارزه بوخت دی. 

د زندانيانو بخښنه

د «ام آر ټي وي» دولتي رسنۍ د چهار شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د واکمنې پوځي شورا مشر جنرال من اونګ هلېنګ، د ميانمار د نوي کال په مناسبت ۳ زره او ۳۰۳ زندانيان بخښلي دي او د نورو د جزا موده یې راکمه کړې ده.

په بخښل شويو زندانيانو کې ۲۸ بهرنيان هم شامل دي چې ۱۳ د اندونیزيا او ۱۵ د سريلنګا اتباع دي چې د ام آر ټي وي په حواله به اخراج شي.

په ميانمار کې دا ډول مناسبتي بخښنې کومه نوې خبره نه ده، خو دا روښانه نه ده چې آیا په بخښل شويو کسانو کې ديموکراسي پلوه فعالان هم شامل دي او که څنګه؟

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP

زموږ له آرشيف څخه: