1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د میانمار پخوانۍ ولسمشره په ۴ کاله حبس محکومه شوه

۱۴۰۰ دی ۲۱, سه‌شنبه

د میانمار يوې پوځې محکمې د دوشنبې په ورځ د دغه هیواد پخوانۍ ولسمشره د درو جنايي تورنو پر اساس په څلور کاله حبس محکومه کړه. په ناروې کې د نوبل جایزې کميټې او د بشر حقونو د څار سازمان د محکمې دغه حکم محکوم کړی دی.

https://p.dw.com/p/45LZ6
Aung Suu Kyi plädiert für Myanmar im Friedenspalast
انځور: Koen van Weel/picture alliance /ANP

د میانمار پخوانۍ ولسمشره او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې، اونګ سان سو چي، د فبروري میاشتې له لومړۍ راهیسې چې پر حکومت يې کودتا وشوه په توقیف کې ده.

هغه تر دې مخکې په دسمبر مياشت کې د انتخاباتي کمپاينونو پر مهال د کرونايي قوانینو د نقض او سرغړونې په تور هم په دوه کاله حبس محکوم شوې وه. له نوي حکم سره د هغې د حبس دوره شپږ کاله ته پورته شوه.

د ۷۶ کلنې سان سوچي دوسيې ته يوې نژدې منبع د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې د هغې پر خلاف درې تورنه موندل شوي چې دوه يې د واکي ټاکي غیرقانوني واردولو او درلودلو اړوند دي او یو بل يې د کرونايي قوانینو د نقض په تړاو دی. البته دا پر هغې د نورو لګول شوو قانوني تورونه له ډلې څخه دري تورونه دي.

د واکي ټاکي تورونه وروسته له هغې مطرح شوي چې د ادعاو له مخې د کودتا په ورځ کله چې امنيتي ځواکونو د هغې پر کور ورغلل، هلته يې غیرقانوني تجهیزات وموندل.

د پوځې محکمې يوه ویاند، جنرال زاو مین تون د محکمې د احکامو په تائيد سره وويل چې میرمن سو چي به، په کورني حبس کې پاتې وي په داسې حال کې چې د هغې خلاف پر نورو دوسیو به کار روان وي.

دا چې د سان سوچي د حبس ټوله موده شپږ کاله ده، نو هغه به ونشي کولای د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون وکړي. د میانمار پوځ د انتخاباتو د ۲۰۲۳ کال په اګست کې د انتخاباتو د ترسره کیدو ژمنه کړې ده. دا په داسې حال کې ده چې میرمن سان سو چې په ۲۰۱۶م کې واک ته تر رسیدو د مخه هم په مجموعي توګه ۱۵ کاله په کورني توقیف کې تير کړي دي.

د پوځي محکمې مشر، مین اونګ هلینګ وويل چې سان سوچي به وشي کړای خپله د حبس موده په پلازمينه نايپيدو په کورنۍ حبس کې تیره کړي.

د میانمار د پوځي محکمې د دوشنبې ورځې د حکم پر وړاندې غبرګونونو ښودل شوي دي.

په ناروې کې د نوبل کميټې، چې میرمن سان سوچي ته يې د سولې جایزه ورکړې، د میانمار د پخوانۍ رهبرۍ خلاف د محکمې حکم محکوم کړی دی.

د دغې کميټې مشرې، بئريت رائيس- اندرسن د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د نومبل کمېټه د هغې د وضعیت په اړه ژوره انديښنه لري.» هغې زیاته کړې ده چې «میرمن اونګ سان سوچي پر خلاف وروستۍ محکمه، سیاسي انګیزه لري.»

په آسیا کې د بشر حقونو د څار سازمان مرستيال، فیل رابرتسن، هم د محکمې تازه حکم غندلی دی. هغه دغه پوځي محکمه محرمانه او تورونه يې ساختګي ګڼلي دي. رابرتسن د میرمن سان سوچي په اړه یوه اعلاميه کې ويلي دي: «هغه به په یوه نامعلوم زندان کې پاتې وي.»