1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ډیموکراسۍ نړیوال شاخص په پای کې ځای نیولی

۱۴۰۲ بهمن ۲۸, شنبه

د یوې نوې څیړڼې په اساس د نړۍ دیموکراتیک معیارونه د جګړو او قطبي کیدو په دلیل په شدت سره کم شوي دي. د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان د نړۍ د دیموکراسۍ یا ولسواکۍ شاخص د فهرست په تر ټولو وروستیو کې ځای نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4cVxJ
Afghanistan | Fotostrecke "Suche nach einem Zuhause"
ارشیف انځور: په افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابیږيانځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

یوه بریتانوي څیړنیز سازمان د پنجشنبې (د فیبرورۍ ۱۵ نیټه) په ورځ ویلي، سره له دې چې په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د دیموکراتیکو هیوادونو په نوملړ کې دوه هیوادونه ور زیات شوي دي، سره له دې هم په نړیواله کچه د ډیموکراسۍ شاخص ۲۳،۵ سلنه ټيټ شوی دی. دا په ۲۰۰۶م کال کې د لومړي ځل له پاره د دې څیړنې د خپریدو راهیسې تر ټولو ټيټه کچه ده.

اکونومیست اطلاعاتي واحد (EIU) په خپل دې رپوټ کې ویلي «نړۍ د شخړو عصر ته داخل شوې ده او په راتلونکي کې د یوې لویې جګړې علایم لادمخه د مشاهدې وړ دي.»

لویدیځه اروپا یواځینۍ سیمه ده چې د دیموکراسۍ د شاخص ارزښتونه په کې بهتره شوي دي او د لومړي ځل له پاره له شمالي امریکا څخه مخکې شوې ده.

د دې څیړنې په اساس د نړۍ نږدې نیمایي نفوس (۴۵،۵ سلنه) په یو ډول دیموکراسۍ کې ژوند کوي. په داسې حال کې چې یوازې ۷،۸ سلنه په «یوې بشپړې دیموکراسۍ» کې ژوند کوي. په دې ترڅ کې د پام وړ نفوس یعنې د نړۍ یو پر دریمه برخه نفوس د استبدادي حکومتونو تر سلطې لاندې ژوند کوي.

د اطلاعاتو پر بنسټ المان د ۱۶۷هیوادونو په منځ کې په دولسم مقام کې ځای لري او یو له ۲۱ هیوادونو څخه دی چې د «بشپړې دیموکراسۍ» په طبقه بندۍ کې یې ځای لري.

د دغې څیړنې په اساس المان د انتخاباتي کړنلارو او پلورالیزم یا کثرت ګرايي په برخو کې تر ټولو لوړ امتیاز لري. المان د مدني آزادیو په برخه کې هم ډیر ښه کار کړی دی، خو د حکومتي تګلارې په ارتباط یې شاتګ کړی دی. کله چې خبره د سیاسي فرهنګ کیږي المان له سترو ننګونو سره مخامخ دی. د اکونومیست اطلاعاتي واحد کارپوهانو د AfD (المان له پاره بدیل) ګوند مخ پر ډیریدونکي محبوبیت ته اشاره کړې ده.

ناروی، نیوزیلنډ او ایسلنډ په ترتیب سره د دې شاخص په لومړي سر کې ځای نیولی دی او شمالي کوریا، میانمار او افغانستان بیا په ترتیب سره د دې فهرست په پای کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

ژمۍ او افغانستان کې د بې وزلو اندیښنې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب