1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

 | 09.02.2010 | 08:00 UTC

په افغانستان کي د بارانونو او واورو له امله لږ تر لږه 20 تنه مړه شوي دي

کندهار

په افغانستان کي د سختو بارانونو او واوري له امله لږ ترلږه 20 تنو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.  په کندهار کي د حکومت يو وياند د فرانس پرس  خبري  آژانس  ته وويل چي  چي  له يو موټر څخه 6 مړي  وايستل شول. لس تنه نور لا درکه دي.  د دامان په ولسوالي کی د خټو په سل ګونه کورنه ويجاړ شوي دي او په زر ګونو څاروي مړه شوي دي.

د  نوموړي وياند د معلوماتو له مخي يو ګن شمير خلک په ناڅابي  توګه د سيلابونو سره کلابند شول. سيمه ايزو چارواکو له مرکزي حکومت او له نړيوالو ځواکونو څخه د مرستي غوښتنه کړي چي دغه خلک د څرخي الوتکو په واسطه وژغوري.  په تيرو اونيو کي د افغانستان په مرکزي او لويديځو سیمو کي  سختي واوري  شوي دي او لږ تر لږه 14 کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي دي.



 
د ورځي عکس
ImageOfTheDay

DW-TV EUROPE live

euromaxx - Leben und Kultur in Europa

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.