1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

 | 09.02.2010 | 08:00 UTC

په هلمند کي د ناتو او افغان ځواکونو د يوي ستري حملي څخه مخکي په سل ګونو کليوالي خلک په تيښته کي دي

کندهار

د افغانستان په جنوب کي له هغي يوي  سيمي څخه چي له څو ورځو را په دي خوا د ناتو او افغان ځواکونو د يوي ستري حملي څخه خبري کيږي، په سلو ګونو ولسي وګړي د تيښتو لاره نيولي ده. 

پوځي  چارواکو  وویل چي د هلمند ولایت د مارجه په ولسوالي  باندي چي د طالب اورپکو يوه ډير ستره هډه ګڼله کيږي، له ډيري اوږدي مودي  را په دي خوا د «مشترک» نومو عملياتو بند وبست شوي دی. د بريتانيا پوځ  وويل چي 15000 سرتيري چي په هغو کي د افغانستان ملي پوليس، ملي پوځ او د ناتو ځواکونه شامل دي، په دي عملياتو کي برخه اخلي.

د ناتو پوځي  وياند، اريک تريمبلي وويل، د دي عملياتو هدف دا دي چی طالبان له مارجه  څخه وشړل شي او هلته حکومتي واکمني بيرته ټينګه کړاي شي.

د آلمان د خبري آژانس د يو رپوټ له مخي چي له کندهار څخه يي راليږلي دی، له مارجه  څخه ځيني ولسي وګړي د هلمند ولايت مرکز  لشکر ګاه ته  رسيدلي دي.



 

DW-TV EUROPE live

Im Focus

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.