| 09.02.2010 | 08:00 UTC
د آلمان د فدرالي حکومت کابينه نن د افغانستان په نوي ستراتِيژي باندي غور کوي
برلين
د آلمان د فدرالي حکومت کابينه نن د افغانستان په نوي ستراتيژي باندي غور کوي. د آلمان د نوي ستراتيژي له مخي په افغانستان کي د آلمان په اوسني 4500 سرتيرو باندي 850 نور علاوه کيږي. په راتلونکي کي د هغو پوځيانو شمير چي د افغانستان د امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره ګمارل کیږی له اوسنيو 280 څخه 1400 ته لوړ کړاي شي. سبا به د آلمان فدرالي شورا يا بوندستګ هم د حکومت په نوي ستراتيژي باندي بحث او خبري وکړي. د حکومت د ستر مخالف ګونډ، سوسيال دیموکرات پارلمانی مشر، فرانک والتر شتاين ماير له حکومت څخه وغوښټل چی منځ مهاله موده کی په افغانستان کی د آلمانی سرتيرو د کمولو پلان باید جوړ شی:
« کار په لاره کی بايد وشی چی افغانان مسووليت خپله په غاړه واخلي، په خپل کي هيواد د امنيت مسووليت،او مونږ په منځ مهاله موده کي د خپلو سرتيرو شمير کم کړاي شو. تر هغه پوري چي د 2013 او 2015 کلونو په منځ کي د دغه ماموريت د پاي ته رسولو لپاره لاره اواره شي.»












