1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

د ورځې موضوع | 07.02.2010

کرزی: لوېديځ دي پريږدي چي افغانان د خپل هيواد اداره خپله وکړي

 

د مونشن په نړيوال امنيتي کنفرانس کي افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي يوار بيا د طالبانو سره د خبرو پر پلان ټنګار وکړی او ويې ويل، چي اوسنی وضعيت زموږ څخه غواړي چي د يوې معقولي روغي جوړي په پروسه کي فعال سو...

 

د جمعې د ورځي  راهيسي د آلمان د مونشن په ښار کي د امنيت نړيوال کلنی کنفرانس دایر سوی دی، چي يکشنبې يې وروستۍ ورځ وه. د ناټو د راتلونکي، د افغانستان لانجه او له ایران سره اټومي شخړه د دغه کنفرانس مهم موضوعات ول چي برخه والو ورباندي خبري وکړې.

 

 

د افغانستان په موضوع کي ديکشنبې د ورځي  یو وینا کونکی د افغانستان جمهور رییس حامد کرزی ؤ، کرزي په خپله وینا کي یو ځل بیا وویل، چي لویديځ دي پریږدي، چي افغانان د خپل هيواد اداره خپله وکړي.

 

کرزي دا خبره هم وکړه، چي هغه لا تر اوسه په دې ټينګار لري، چي له طالبانو سره  د حکومت خبري اتري بايد د نړيوالي ټولني له ملاتړ څخه په هراړخيزه توګه برخه مني وي.

 

د کرزي دا يادونه په داسي حال کي عنوانيږي، چي بريتانوي او امريکايي چارواکي په افغانستان کي د سختو جګړو خبرداری ورکړی دی. د هلمند په ناکراره ولايت  کي د طالبانو پر يوې ستري هډې باندي د نړويالو او افغان ځواکنو حمله په لاره ده.

 

که څه هم کرزﺉ په رسمي توګه د خپلو لويدیځو متحدينو له ملاتړ څخه برخه من دی، خو د ځينو مسايلو لکه په افغانستان کي د ملکي خلکو مرګ ژوبله، د  لويديځو امنيتي ځواکونو له خوا د افغان چارواکو په خپل سره بنديانول  او اختلاس او اداري  فساد د لړۍ دوام د هغوی ترمنځ اړيکي خړي پړي ساتلي دي.

 

کرزي د مونشن  په کنفرانس کي له طالب ياغيانو سره د خپل سولي له پلان څخه  دفاع وکړه او ويې ويل:

 

«اوسنی وضعيت  زموږ څخه غواړي، چي موږ د يوې معقولي روغي جوړي او د بیا ادغام  په پروسه کي فعال سو. البته دا زموږ د نړيوالو متحدينو په پوره موافقت او خوښۍسره»

 

کرزي  له نړیوالو ځواکونو څخه غوښتنه وکړه، چي د افغانستان په کلیو او بانډو کي په خپل سر عملیاتونه دي نه کوي، «داهغه څه چي د افغانستان خلک د هغو د پای ته رسولو غوښتونکي دي.»

 

هغه دا هم وویل چي نړیوال امینتي ځواکونه دي د شپې له خوا په کلیو او بانډوکي د افغانانو د کورونو د لټولو عمليات ودروي، د ديې پر ځای دي خپل افغان امينتي ځواکونو ته اجارزه ورکړي، چي د شک په صورت کي په دغو ډول عملیاتو لاس پوري کړي.

 

AG/DPA/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.