1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

افغانستان | 29.01.2010

لويديزغواړي د معتدلو طالبانوپه ورشامليدو سره مسؤليت افغانانو ته وسپاري

 

د جمعې په ورځ د افغانستان په اړه د لندن نړيوال کنفرانس د ډيرو وعدو په کولو او يوې نوي ستراتيژۍ سره پای ته ورسيدی. د افغانستان په ارتباط نوې ستراتيژي:«افغانستان د افغانانو د پاره »نوميږي...

 

بين امللي ټولني خپله وظيفه وبلله چي په افغانستان کښي نظامي او ملکي کومکونه  د افغانستان  د حکومت د لاري څخه تر سره کړي  . دغه پروسه بايدلږ تر لږه په نظامي برخه کښي په پنځوکلوکې تکميله سوې وي .

 

د افغانستان دحکومت هيأت  د لندن دکنفرانس نتيجې د ځان دپاره يو لوی برياليتوب بولي.خو دکنفرانس نورو ګډون کونکو هيوادودهغه په جمله کښي جرمني هم د افغانستان ددغي غوښتني ملاتړ کاوه.

 

د لندن دبين المللي کنفرانس اصلي پيغام داؤ: موږ به بيا هغه اشتباه ګاني او غلطۍ تکرار نه کو، چه موږ په افغانستان کښي تره سره کړيدي.

د کنفرانس دميلمه پال هيواد صدراعظم ګورډن براون د يوې نوي ستراتيژۍ او ډيرو نوو لارو څخه خبري وکړې ،تر څو په افغانستان کښي پر القاعده باندي برياليتوب حاصل سی. د براون دپاره د لندن کنفرانس د يوه لوی تغير او تحول شروع ده.

 

« دغه کنفرانس ديوې انتقالي پروسې شروع  په ګوته کوي ، موږ به نظامي مسؤليت سيمه په سيمه او ولايت په ولايت د افغانستان امنيتي قواوو ته ورسپارو .»

 

د انګلستان صدراعظم دافغانستان د امنيتي ځواکونو دقوي کولو دپاره هم د ډيرو مرستو او ملاتړ وعده ورکړه .

 

په راتلونکو  2 کلو کښي به په افغانستان کې 170000 پوځيان، او 130000پوليس تربيه او خدمت ته تيار سي. سربيره پردې براون افغانستان ته د امريکايي او برطانوي نووعسکرو د ليږلوڅخه د فاع وکړه ، او زياته يې کړه چي نظامي فشار د بنسټ پالو بريدونو ته ښه جواب دی. خو ده د سولي او پخلايني لاس مخالفينو ته هم وراوږد کی. ده وويل، هغه طالبان چي جنګ نه غواړي، کولای سي د بين المللي ټولني د مرستي د پروګرام څخه برخمن سي.

 

د افغانستان جمهور ريس حامد کرزی چي د لندن د کنفرانس د نتايجو څخه په ښکاره ډول راضي معلوميدی، وعده ورکړه چي حتی په راتلو نکو 3 مياشتو کښي به په کابل کښي يوه لويه جرګه هم راوبولي.

 

« ددې د پاره چې دسولي دغه پروسه برياليتوب ته ورسيږي ، د سعودي عربستان د پاچا څخه هيله کوم چې پدې ارتباط زموږ سره کومک وکي، سربيره پردې موږ د خپلو همسايه هيوادو په خاص ډول پاکستان څخه هيله کوم چي زموږ د سولي د پروسې ملاتړ وکي.»

 

ويرکهويزر/ ګرديوال

کتونکی: محمد قاسم نوري

 

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.