1. اصلي محتوا
  2. عمومي هدايت کونکي(navigation)
  3. اضافي محتوا
  4. لوړ هدايت کونکی
  5. لټون
  6. د 30 ژبو څخه يوه غوره کړئ


 

افغانستان | 25.01.2010

مِک کرستل : د خلګو امنيت او ساتنه د لمړيتوب حق لري

 

لويديز غواړي په نژدې راتلونکي کښي د افغانستان څخه ووزي ، خو د هغه دمخه بايد د ترهګرۍ خطر له منځه ولاړ سي،چه په اړه يې د ناټو په رهبرۍ د آيساف عموي قومندان مِک کرستل خپله ستراتيژي داسي وړاندي کړېده :

 

هغه چې په عراق کې عملي شول بايد په افغانستان کې هم ممکن شي : يعنی سيمه ايزو ياغيانو ته ښايي د وسلې په زور ماته ورکړل شي، د سيمي ثبات تامين او بيارغونه پيل شي . چې په انگريزي ورته clear, hold and build ويل کيږي . تر اوسه پوري دا پروسه او بېرته رغونه په ډېرو ولايتونو کې عملي شوې نه ده او نه کېدلی شي، او دا ځکه چې پوځ لاس ته وروړي سيمي نسي ساتلی . د نړيوالو صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان سټنلي مک کرستل له طالبانو سره د مبارزې په منظور40000 اضافي عسکر غوښتي - تر څو وکولی شي د ملکي خلکو ساتنه هم تامين کړل شي . مک کرستل څرگندوي :

 

 (زما په فکر پر دښمن باندي له حملو کولو څخه ډېر مهم او اوغېزمن کار دادی چې : له خلکو سره اړيکې ونيول شي، ددوی سره بحث وسي، په حالاتو باندي ځان خبر کړو، او بيا د خلکو د ژغورني د پاره هرممکن تلاش وشي . په دې برخه کې بايد موږ ځان ډير اصلاح کړو.)

 

لومړی هدف :  نړيواله صلح ساتونکي ځواکونهISAF د لسو غټو ښارونو امنيت تضمين کړي او په تير يونيم کال کې طالبانو ته په لاس ورغلي سيمي ښايي بېرته ترې ونيول شي . د مک کرستل له پلان سره اولسمشر بارک اوباما هم تر يوې اندازې پوري موافقه لري او وايي :

 

(ما پرېکړه کړېده، چې د خپلو ملي گټو له مخې 30000 نور امريکايي عسکر هم افغانستان ته واستوم .)

 

مک کرستل 40000 اضافي عسکر غوښتي وه - 30000 به واشنگټن ورته په راتلونکو مياشتو کې ليږي . د خارجي ځواکونو زياتوالی يواځينۍ وسيله ده، چې د خلکو امنيت  ورباندي ساتل کېدلی شي :

 

مک کرستل زياتوي  : (موږ زياتو امنيتي ځواکونو ته اړتيا لرو. موږ سم ترکيب ته اړه لرو، دا په دې معنی چې نه يواځي زيات پوځ، بلکه د دې معنی دا هم ده چې ډير پوليس، استخباراتي عناصر، افغان سرتيري، او ممکن د ناټو قدرت هم، په کوم کې چې آلمانيان هم شامل دي .)

 

 په دې اونۍ کې په لندن کې جوړېدونکي افغانستان کانفرانس کې به د ناتو د غړو هېوادونو پر ونډه باندي صلاح مشورې کيږي . 

 

د مک کرستل له نظره د کابل حکومت هم دا وجيبه لري، چې د امنيت د پاره زيات لاس په کار شي .

 

حنيف اتمر په ډاگه کوي : ("د جنرال مک کرستل د نوي وړانديز په بنسټ د يوې نوې ستراتيژي د برخوال په توگه، موږ هم 160000افغان څارندوی او 240000 تنه افغان پوځ ورسره منو.)

 

د افغانستان د حکومت او هم نړيوالو مرستندويو د پاره د افغان پوليسو دوه چنده کېدل او د 150000عسکرو زياتونه يو بې مثاله دروند بار دی . خو مک کرستل بيا د کار نوعيت هم غواړي : دا بيا په دې معنی چې د افغاني او نړيوالو عسکرو شريکه روزنه او استخدام .

امريکايی جنرال د ناټو دجزوتامونو او افغاني سرتېرو ملگرتيااو ګډ کار غواړي .

 

اندرياس نول/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري

 

 
 

موږته بريښنا ليک راولېږي »لېږل »چاپ »

د موضوع په اړه نور معلومات

 
Artikel bookmarken


 

DW-TV EUROPE live

Journal

We're sorry, due to legal issues this content can not be transmitted as live stream.

If you are inside the United States, it is still possible for you to enjoy DW-TV. For more information, please click here.

  • دويچه ويلي آلمان ږغ راډ يو د بهرني ويبسايټونو د محتوا مسوليت نه لري.