په ښکلا کي د شونډو ارزښت
د ښکليو پړسېدلو شونډو په اړه نظرونه بيلابېل دي او د بدن د دې غړي ښکلا په هره ټولنه او وخت کي جلا معيارونه لرلي دي. په دې انځوريز راپور کي به ورته کتنه وکړو.
لرغونې مصر
په لرغوني مصر کې، د مخ په بڼه کې توازن د مخ په ښکلا کې خورا مهم ګڼل کیده. دا تاریخي نقاشي چې تر مېلاد 1400 څخه په اهرامونو کې موندل شوې ښیي چې سترګې او پزه یې لویې دي. په داسې حال کې چې شونډې دومره لوی یا مهمې نه دي ښودل شوي چې په جلا توگه ورته پاملرنه وشي.
یونان
دا مجسمه تر ميلاد مخکي ده. پورتنۍ شونډه يې یو څه پورته شوې، پداسې حال کې چې ښکته برخه تقریبا مربع ده. د مخ څرګندونې متوازن دي. دا د ښکلا بېلګه ده.
ہندوستان
د لکشمي په دې مجسمه کې، د ښکلا خدای، شونډې ډېري ښکلي جوړي سوي دي، خو د سترګو جذابیت کمیږي.
چین
د منګولیا نسل میرمنو ته پر خپل ځان کنټرول درس ورکول کيده. دا د هغه وخت په انځورونو کې هم لیدل کیږي. لویې شونډې له دروند میک اپ سره پټې شوې ترڅو کوچنۍ ښکاره شی.
ايټاليا
که تاسو په ۱۴۰۰ شاوخوا کې د فیلیپو لیپي انځورونو ته وګورئ، مثالي شونډې ډیرې نرۍ وې. موږ دا په کلاسیک اردو شعرونو کې هم وینو، چیرې چې شونډې ډير کله د ګل له پاڼو سره پرتله کیږي.
اروپا
په ۱۸۰۰م کال کې ټولنیزه او کلتوري دوره بدله شوه او د ښکلا معیارونه هم بدل شول. په دې موده کې درنې شونډې د ښکلا نښه ګڼل کېده. بیا لکه څنګه چې دا پیړۍ تیریږي، پیمانه هم بدله شوه. د ګوستاو کلیمټ د ۱۹۱۰ کال په انځور شوی «کیس»کې، شونډې یو ځل بیا نرې شوي دي.
اروپا او امريکا
په۱۹۵۰ لسیزه کې، امریکايي فلم ستوری ګریس کیلي د ښکلا نښه ګڼل کیده. په شونډو کې توازن و، خو ښکته شونډه يې یو څه درنه وه.
په ۱۹۶۰م کې
دا انځور وګورئ. شونډې لویې دي، خو درنې نه دي. دا په شپیتمو کلونو کې د ښکلا بڼه وه.
په ۱۹۸۰م لسيزه کې
لکه څنګه چې وخت بدل شو، موسکا د شونډو په پرتله یا په بله وينا د ښکليوغاښونو اهمیت ډیر شو. په تلویزیون کې د غاښونو د ښودلو پر مهال مسکا ډیره مهمه شوه.
په ۱۹۹۰ لسيزه کې
په ۱۹۹۰ کلونو کې، مشهوره امریکايي لوبغاړې جولیا رابرټس د ښکلا سمبول ګڼل کیده. د هغې موسکا فیشني شوه. د ښکلا دا اندازه ممکن په تیرو وختونو کې دومره مهه نه وي.
په ۲۰۰۰م کال کې
ایا دا د هند لسیزه وه؟ د ایشوریا رای په ښکلا نړۍ لیونۍ شوه. هغه د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه ګڼل کېده. شونډې یې درنې وې بیا تر سترګو یې ښکلې نه وې. خو د میک اپ له امله یې شونډې نورې هم روښانه شوې.
کارداشيان
د کیم کارداشیان ښکلا په هکله هر ځای بحث کیږي. یو ځل بیا، درنې او غټې شونډې نه یوازې د ښکلا، بلکې د جنسیت سمبول ګرځیدلی.