1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بغلان کې د سېلاب ناورين:«کورنۍ او هر څه مې له لاسه ورکړل»

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۳ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

په افغانستان کې د سېلاب د ناورين د قربانيانو شمير، په ځانګړي توګه په بغلان کې مخ پر لوړیدو دی او اوس هم ځيني کورنۍ د خپلو خپلوانو د موندلو په لټه کې دي. يونيسف د ۵۰ کوچنيانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4fnF6
په بغلان کې د سېلاب د تلفاتو شمير مخ پر زياتیدو دی
په بغلان کې د سېلاب د تلفاتو شمير مخ پر زياتیدو دیانځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images

ورستيو سېلابونو په افغانستان کې درانه ځاني تلفات او مالي زيانونه اړولي دي. د دې سېلابونو تلفات د زياتېدو په حال کې دي او لا هم ډېر کسان لادرکه دي.

دا سیلابونه د هغو کسانو له پاره يو نوی مصيبت دی چې لا دمخه د خوړو د نه ډاډمنتوب، وچکالۍ او بې روزګارۍ کړيدل.

د محمد په نوم د بغلان يوه اوسيدونکي اسوشېتيد پریس خبري آژانس ته وويل: «هر څه ډېر ناڅاپه پيښ شول. زه کور ته راغلم خو کور مې نه وو. ټوله ساحه اوبو او خټو لاندې کړې وه.»

دې ۴۸ کلن وويل چې د خپلې مېرمنې او دوو زامنو جسدونه يې چې يو ۱۵ کلن او بل ۸ کلن وو، خاورو ته وسپارل خو اوس هم د خپلو دوو لورګانو په لټه يم چې يوه ۶ او بله ۱۱ کلنه ده.

محمد وويل چې د مېرمنې او دوو زامنو جسدونه یې د بغلان د مرکز پلخمري په يوه ناحيه کې پيدا کړل. هغه چې اوښکې یې پرمخ روانې وې، وويل: «اميد لرم چې لورګانې مې چا ژوندۍ موندلي وي. د سترګو په رپ کې مې هر څه له لاسه ورکړل: کورنۍ، کور او نور هر څه. هیڅ هم نه دي راپاتې.»

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د مرستې ادارې (يونيسف) په خپله يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د افغانستان په شمال ختیځ کې، په ځانګړي توګه په بغلان کې، له هغو ۲۴۰ کسانو څخه چې د سېلابونو په نتيجه کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی، ۵۱ یې کوچنيان دي. 

د قربانيانو شمير هم هره شيبه د تازه رپوټونو په رسېدو سره لوړيږي او يو شمير سيمه ایزو رسنیو د مړو شمیر تر ۳۰۰ ډېر ښوولی دی.

له بغلان څخه د ډېرو تلفاتو رپوټونه ورکړل شوي دي چېرې سختو اورښتونو او سېلابونو د ۳۰۰۰ په شا او خوا کې کورونه ويجاړ کړي، کرهنیزه ځمکي یې له منځه وړې او روغتيايي مرکزونه یې زيانمن کړي دي.

يونيسف زياته کړې ده چې تخار او بدخشان ولایتونه هم دې سېلابونو اغیزمن کړي دي او د لومړيو رپوټونو پر اساس په دې ولایتونو کې د ۳۰۰ په شا او خوا کې کورونه ويجاړ شوي دي.

په افغانستان کې د يونيسف استازي ډاکتر تاج الدین اويواله، د اعلامیې په دې برخه کې له ويرجنو کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او ويلي يې دي: «يونيسف او زموږ شريکان دخيل دي او د کورنیو او زيانمنې شويو ته د مرستو رسولو له پاره خپلې ټولې هلې ځلې کوي.»

په ټولنیزو رسنیو کې د دې سېلاب لاس په لاس کیدونکي انځورونه او ويډيوګانې د زيانمن شویو کسانو ډېر غمجن وضعيت ښکاره کوي.

له دې ويډيوګانو څخه یې په يوه کې ليدل کيږي چې په سونو کسان د بغلان د روغتون شاته په کتار کې ولاړ دي او د خپلو کورنيو د غړيو جسدونو ترلاسه کولو په انتظار دي. په دې ويډيو کې د روغتون له مسئولينو څخه یې يو وايي چې د ښځو د جسدونو پريوللو له پاره بشري قوه نه لري.

د خوړو نړيوال سازمان ويلي دي چې د افغانستان په يو شمير ولایتونو کې د سېلاب د قربانيانو شمير ۳۰۰ ته رسيدلی دی او دا چې دا شميرې مخ پر زياتيدو دي.

ملګرو ملتونو هم اندېښنه څرګنده کړې ده چې شديدو اورښتونو او د وروستيو سېلابونو د خلکو ژوند اخلال او ګډوډ کړی دی او ماشومانو ته یې د پام وړ زيان رسولی دی.

له هغه وخت راهېسې چې طالبان يو ځل بيا واک ته رسېدلي، په افغانستان کې د ډېرو نړيوالو مرستندويه ټولنو فعاليت د پام وړ لږ شوی دی او د يو شمیر سرچینو د معلوماتو په حواله په سيمه کې سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو بهير ډېر ورو پر مخ روان دی.

د افغانستان په چارو کې د امريکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویست، ويلي دي چې هېواد یې په بدخشان، بغلان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د ويجاړونکو سېلابونو د راتلو له کبله ډېر متاثر شوی دی.

نوموړي د ايکس شبکې له لارې ویلي: «زموږ تطبيق کوونکي شريکان د اړمنو کسانو له پاره د خوراکي توکو، اوبو او نورو اړينو موادو په ګډون د بيړنيو مرستو د چمتو کولو په حال کې دي.»

د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس افغانستان د اقليم د بدلون له امله د لسو تر ټولو زيانمنو هېوادونو په ډله کې دی، خو په دغه هېواد کې د اقليم د بدلون د پايلو لکه سېلاب او وچکالۍ په مقابل کې کافي اقدامات نه دي شوي او نه هم کافي امکانات شته.

ب. ص/ ن. ز (شکیلا ابراهيم خيل، آژانسونه)

زموږ له آرشيف څخه: