1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په اروپا کې څه دپاسه ۵۰ زره کم عمره مهاجر لادرکه دي»

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د ژورنالستانو د يوې شبکې د نړیوالو څیړنو نتایج په خاص ډول د اندیښنې وړ دي: ددغو څیړنو له مخې په لسونو زره کم عمره مهاجر چې اروپا ته یې پناه راوړې وه، تر اوسه لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4fL3z
Deutschland Symbolbild Flüchtlingszahlen
انځور: Patrick Pleul/ZB/dpa/picture alliance

په اوس وخت کې د اروپا په کچه ۵۱ زره ۴۳۳ هغه کم عمره کوچنیان او تنکي ځوانان لادرکه دي چی پرته له والدینو راغلي او مخکی له دې تر دولتي مراقبت لاندي وه.

لکه څنګه چې د rbb24 پورتال د سه شنبې په ورځ رپوټ ورکړی، دغه خبره د «Lost in Europa» يا «په اروپا کې د لادرکه سوي» په نوم يوې شبکې د نړيوالو څېړنو څخه څرګنده سوې ده. د معلوماتو له مخې، مسوول چارواکي د هغوی د هویت په اړه معلومات نه لري. د رپوټ په حواله د نوموړو کسانو شمیر له ۲۰۲۱ کال څخه دوه برابره سوی دی.

د آلماند جنایی پولیسو د ادارې د یوې ارزونې له مخې په دغه هیواد کې، په ۲ زره او ۵ تنو کم عمره مهاجرو پسې لټه روانه ده.

د  Lost in Europa یا«په اروپا کې ورک سوي» شبکه، اروپایی مقایسې ته په کتو سره، «په ملي ارقامو کې د پام وړ توپیرونو ته» اشاره کوي. له غوښتل سوو ۳۱ اروپایی هیوادونو څخه، یوازي ۱۵ هیوادو د پرتلې وړ ارقام راټول کړي وه.

ځینو هیوادونو لکه ایټالیا او اتریش هر یوه څه د پاسه ۲۰ زره لادرکه سوي تنکي ځوانان او کوچنیان ثبت کړي چې دغه رقم ډیر لوړ ښکاري. نورو هیوادونو لکه هسپانیې او یونان بیا د بې سرپرسته کوچنیانو په هکله هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړي. په داخلي چارو کې د اروپايي ټولنې کمیشنرې یلوا يوهانسن، چې د مهاجرت مسووله ده، له rbb24  شبکې سره په مرکه کې په اروپا کې د «مهاجرت له کاره لویدلي سیستم» څخه شکایت کړی دی. نوموړې خبرداری ورکوي چی کیدای سي نوموړي کوچنیان د انساني قاچاقچیانو په لاسونو کې ولویږي.

GP/BS/AG