1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

محکمه: د افغانانو غیابي نکاح په آلمان کې اعتبار لري

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

په آلمان کې یوې محکمې پریکړه وکړه چې په افغانستان کې تړل سوې نکاح چې د یوه طرف په غیاب کې ترسره سوې وي، په آلمان کې هم اعتبار لري، په دې شرط چې د زوجینو د خوښې پر خلاف نه وي رامنځته سوې.

https://p.dw.com/p/4fM5R
Terre des Femmes Junge Frauen fürchten Zwangsverheiratung im Urlaub
انځور: picture-alliance/imageBROKER/Anju

د جرمني د فرانکفورت د ښار سیمه ایزې عالي محکمې د دوشنبې په ورځ د یوه افغان نارینه د شکایت په هکله فیصله وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې تړل سوې نکاح چې د یوه طرف په غیاب کې ترسره سوې وي، په دې شرط چې د زوجینو د خوښې پر خلاف نه وي رامنځته سوې، په آلمان کې هم اعتبار لري. خو دغې محکمې د دغې جوړې د طلاق په هکله د مدني محکمې مخکینۍ پریکړه تأیید کړه.

اصلي موضوع څه ده؟

ددغی جوړې نکاح د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې تړل سوې وه، خو د نکاح پروخت یوازی نجلۍ په افغانستان کې حاضره وه او هلک له ۲۰۱۵ م کال وروسته په آلمان کې ژوند کړی دی. په دې ډول دغه نکاح د نوموړی نجلۍ او د هلک د وکیل ترمنځ تړل سوې وه. دغې جوړې،  د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې د لومړي ځل له پاره یو له بل سره ولیدل. 

دغه هلک او نجلۍ په ۲۰۱۹ م کال کې تر نامزدۍ وروسته د تلیفوني او ویدیویی اړیکو له لاري یو له بل سره په ارتباط کې وه. د ۲۰۲۲ کال په اګست کې کله چې نجلۍ آلمان ته ورسیده، دواړو د دریو اونیو له پاره یو ځای د خپلو خپلوانو په کور کې ژوند کاوه. خو څرنګه چې نجلۍ آلمان ته د راتګ پر وخت خپل ځان تر قانوني سن کم معرفي کړی وو،  د بې سرپرسته کس په توګه تر مراقبت لاندي راغله.

وروسته هلک ددغې نکاح د بې اعتباره کولو له پاره محکمې ته مراجعه وکړه او ادعا یې کوله چې دغې نجلۍ فقط آلمان ته د راتګ د ویزې د په لاس ته راوړلو له پاره له هغه سره واده کړی دی. هغه غوښتنه کړې وه چې دغه نکاح دي بې اعتباره اعلان سي او که داسي ونه سي نو باید د طلاق حکم صادر سي.

محکمې څه ډول پریکړه وکړه؟

مدنی محکمې ددغې نکاح د بې اعتباره کولو په هکله د نوموړي نارینه غوښتنه رد کړه، خو د طلاق په هکله یې د هغه جانبي غوښتنه تأیید او د هغوی د جلا کیدو حکم یې ورکړی وو.

خو دغه سړي د فرانکفورت په سیمه اییزې عالي محکمه کی شکایت کړی وو او یو ځل بیا یې غوښتل چې دغه نکاح په اصل کې بې اعتباره یا باطله وبلل سي. تیره ورځ سیمه اییزې عالي محکمې پریکړه وکړه چې د طلاق حکم سم دی، خو هغه غوښتنه یې رد کړه چې ګواکې دغه نکاح له اوله سره بې اعتباره وه.

د فرانکفورت سیمه اییزی عالي محکمې ویلی چی په افغانستان کې تړل شوې په اصطلاح غیابي نکاح، په دې شرط چی شواهد موجود وي، چی هغه د زوجینو د غوښتنې په خلاف نه ده ترسره سوې، په آلمان کې هم د اعتبار وړ ده.

په آلمان کې د طلاق برخلاف د يوه عقد او يا هم د تړل سوې نکاح د بې اعتباره کیدو اعلانول، ډیر لګښت او اوږدو قضایی پروسو ته اړتیا لري. خو د نکاح ابطال ډیر لږ او تر ځانګړو شراطو لاندي ترسره کیږي.

محکمې ویلی چې په دې کې کوم شک نسته چې دغه ښځه د نکاح پر وخت قانوني سن ته رسیدلې وه او د هغې د سن په هکله یې څرګندونې د منلو وړ نه دي.

محکمې ویلي چې ددغې نکاح د باطل کیدو له پاره د افغانستان د قوانینو له مخې هم کوم دلیل موجود نه دی د مثال په ډول د شرایطو نه پوره کول.

(AFP) gp/bs