1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ولې د دوو خصوصي تلویزيونو فعاليت درولی؟

حسین سیرت
۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه

طالبانو په کابل کې د «نور» او «بريا» په نوم دوو تلویزيونونو فعاليت متوقف کړی دی. د افغانستان د خبريالانو مرکز دا کار غندلی دی. شنونکي وايي چې د طالبانو هدف دا دی چې هر ډول انتقادي غږ خاموشه کړل شي.

https://p.dw.com/p/4etE2
طالبانو په کابل کې د «نور» او «بريا» په نوم دوو تلویزيونونو فعاليت متوقف کړی دی.
طالبانو په کابل کې د «نور» او «بريا» په نوم دوو تلویزيونونو فعاليت متوقف کړی دی.انځور: Zerah Oriane/Abaca/picture alliance

د رسنيو پر آزادۍ د محدوديتونو په دوام د طالبانو د رسنيو سرغړونو ته د رسيدنې کميسيون د سه شنبې په ورځ په کابل کې د دوو خصوصي تلویزيونونو «نور» او «بريا» فعاليت درولی دی.

د نور تلویزيون د جمعيت اسلامي د صلاح الدين رباني، په څانګه او بريا تلویزيون د حکمتيار په اسلامي ګوند پورې اړه لري.

د اسوشتيد پريس خبري آژانس په حواله د طالبانو ادارې د رسنيو سرغړونو ته د رسيدګۍ کميسيون غړي حفيظ الله بارکزي، ويلي چې د دې دوو تلویزيونو دوسیې ته به په محکمه کې رسيدګي وشي او د محکمې تر حکم پورې به دا دواړه رسنۍ د فعاليت اجازه ونه لري.

بارکزي د سه شنبې په ورځ وويل: «پر تکراري خبرداريو سربیره هم د نور او بريا تلویزيونو د رسنيو اصول نه مراعت کول او ملي او اسلامي ارزښتونو ته یې پاملرنه نه کوله.» نوموړي د دې ادعا شويو سرغړونو په تړاو نور جزيات وړاندې نه کړل.

په افغانستان کې په دويم ځل واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته ډيری خبريالانو خپل کار له لاسه ورکړ او ډېرو رسنیو د بودجې د کمښت او يا د خبريالانو له هېواد څخه د وتلو له کبله خپل فعاليتونه ودرول. خبريالانې بيا د کار او سفر د محدوديتونو په دليل د لا ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

تر اوسه پورې دې دوو رسنيو د فعاليت درول کیدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې. نور تلویزيون د جميعت اسلامي د مشر او د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنيو چارو د وزير صلاح الدين رباني، په ملاتړ په ۲۰۰۷م کال کې په فعاليت پېل وکړ.

آیا په افغانستان کې رسنۍ د بندیدو له ګواښ سره مخ دي؟

بريا تلویزيون په ۲۰۱۹م کال کې خپل فعاليت پېل کړ. دا تلویزيون په پخواني لومړي وزير ګلبدين حکمتيار پورې اړه لري چې لا هم کابل کې دی.

د افغانستان د خبريالانو مرکز د طالبانو دا ګام غندلی دی. د دې بنسټ په خبر پاڼه کې راغلي: «د افغانستان د خبريالانو مرکز د نور او بريا تلویزيون د فعاليت ځنډول او د دې دوو خصوصي رسنيو د دروازو تړل د رسنيو د قانون خلاف عمل او د آزادو رسنيو د فعاليت د محدودلو او پر هغه د فشار پر لور ګام ګڼي او غندنه یې کوي.»

دې بنسټ ويلي دي چې د رسنيو شکايتونو او سرغړونو ته د رسېدګۍ کميسيون د طالبانو په واکمنۍ کې قانوني جوړښت نه لري. دې مرکز د ۲۰۲۳م کال په خپل رپوټ کې د خبريالانو پر وړاندې د زور زياتي ۱۶۸ قضيې چې يوه وژنه او ۶۱ د نیولو قضیې پکې شاملې دي، مستندې کړي.

د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي چې په ۲۰۲۳م کال کې ۸ رسنۍ له کاره منع شوې دي. له دې رسنيو څخه یې پنځه په موقت ډول او نورې یې د تل له پاره له کاره منع کړل شوي دي.

شنونکي وايي چې طالبان هڅه کوي ټولې هغه شبکې وتړي چې د دې ډلې له خوښې سره سم مطالب نه نشروي.

د سياسي چارو کارپوه عزیز معارج، دویچه ویله ته وويل چې طالبان اصلاً غواړي چې يوازې يو ملي تلویزيون د دوی تر کنترول لاندې فعاليت ولري او خصوصي تلویزيونونه بند شي.

د سياسي چارو کارپوه طارق فرهادي د طالبانو دا ګام پر سياسي ګوندونو ممنوعيت پورې تړلی بولي او وايي چې دا دوه تلویزيونونه د دوو ګوندونو د نظر بيانوونکي ول او له همدې کبله تړل شوي. هغه وويل: «دا ديکتاتوري ده ځکه خلک مجبور دي چې يوازې د طالبانو نظر او خبره واوري.»

دويچه ويله هڅه وکړه چې د دې دوو تلویزيوني شبکو د مسئولينو نظر هم واخلي خو نتیجه یې ور نه کړه.

خو د ګلبدين حکمتيار زوی حبيب الرحمان حکمتيار، د ايکس شبکې له لارې ویلي: «د بريا تلویزيون زياتره نشرات ديني او اسلامي ول، خو طالبان د خپل قرائت او خپل تفسير په لټه کې دي.»

هغه زياته کړې: «که د طالبانو په منځ کې څوک شرک وکړي، خرافاتو ته وده ورکړي او هغه ته ديني رنګ ورکړي خو عيب نه دی؛ خو له دې ويره لري چې نور د دين رښتونی تفسير وړاندې کړي.»

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته په دویم ځل تر رسېدو وروسته د ډيرو ګوندونو مشران له افغانستان څخه ووتل خو ګلبدين حکمتيار په کابل کې پاتی شو او کله نا کله پر طالبانو يو څه نرمې نيوکې هم کوي.

طالبانو په مارچ میاشت کې حکمتيار دې ته اړ کړ چې د کابل په دارالامان کې خپل استوګنځای پريږدي. حکمتيار بيا د کابل په شهر نو سيمه کې میشت شو.

حکمتيار د اختر په مناسبت په خپل پېغام کې ويلي ول چې د افغانستان فضا اوس د متحده ایالاتو تر واک لاندې ده. هغه په دې سره د افغانستان په آسمان کې د بې پيلوټه الوتکو ګزمو ته اشاره کړې وه. طالبانو تر دې څرګندونو وروسته د نوموړي پر فعاليت او ليدنو کتنو محدوديت وضع کړ.

که څه هم چې طالبانو واک ته د رسېدو په لومړيو شپو او ورځو کې د يوه معتدل حکومت ژمنه کړې وه خو دې ډلېپه تېرو کابو دريو کلونو کې د ټولنیز ژوند په ډېرو برخو کې د اسلامي قوانينو کلک تفسير تحميل کړی او د خلکو حقونه او آزادي، په ځانګړي توګه د ښځو حقونه یې ډېر محدود کړي دي.

په نويمه لسیزه کې د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ په ترڅ کې د طالبانو د «شريعت غږ» رسنۍ پرته د ټولو خصوصي راډيوګانو، ورځپاڼو او تلویزيونو فعاليت منع وو.

زموږ له آرشيف څخه: