1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د تورخم دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړل شوې»

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو سیمه ایز چارواکي وایي چې پاکستان یو وار بیا د هغو ناروغانو پر مخ هم د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورت او ویزه نه لري. پاکستان تر اوسه پورې په دې ارتباط څه نه دي ویلي.

https://p.dw.com/p/4eqG9
Afghanistan | Pakistan | Grenzübergang in Torkham
پاکستان یو وار بیا د هغو ناروغانو پر مخ هم د تورخم دروازه تړلې ده چې پاسپورت او ویزه نه لري. انځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images

په پرله پسې ډول د تورخم سرحدي پولې تر تړل کیدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو ادارې او د پاکستان حکومت موافقه کړې وه چې بې ویزې ناروغان هم کولی شي د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.

خو نن د سه شنبې په ورځ په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ایزو چارواکو اعلان وکړ چې پاکستان یو وار بیا دغه سرحدي دروازه د بې ویزې ناروغانو پر مخ هم تړلې ده.

په ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر وایي چې پاکستان دغه محدویدت د دوشنبې په ماښام وضع کړی دی.

د دې ریاست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي چې پاکستان ویلي دي چې وروسته له دې هیڅ څوک بې له پاسپورت او ویزې څخه نه شي کولی د پاکستان خاورې ته ننوځي.

نوموړی زیاتوي: «هره ورځ په اوسط ډول ۱۰۰ ناروغانو د هغه کمیسیون له خوا چې په ننګرهار کې د همدې موخې له پاره ایجاد شوی دی د یوه لیک له ترلاسه کولو وروسته اجازه درلودله چې د تورخم دروازې له لارې پاکستان ته واوړي.»

د تورخم دروازه تیر میاشت هم د خلکو د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو موافقه شوې وه چې ناروغان، په ځانګړي توګه په سرطان اخته کسان کولی شي بې له ویزې او پاسپورت څخه د درملنې له پاره پاکستان ته لاړ شي.

پاکستاني چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په تیرو وختونو کې یې تل ټینګار کړی دی چې د نوو قوانینو پر اساس، ټول هغه کسان چې د سرحد له لارې تګ راتګ کوي باید پاسپورت او ویزه ولري.

په افغانستان کې د روغتیایي امکاناتو نشتوالی د دې سبب شوی دی چې په زرونو ناروغان د درملنې له پاره ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان ته لاړ شي. خو د پاسپورت او ویزې ترلاسه کول یوه ستونزمنه پروسه ده چې ډیر وخت نیسي.

د تورخم سرحدي دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له کبله په وار وار تړل شوې ده او په ځینو مواردو کې خو د پاکستان د سرحدي سرتیرو او طالبانو د ادارې ځواکونو ترمنځ سرحدي نښتې هم شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د تورخم لارې بندیدل او د سوداګرو ستونزې

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب