1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان صدراعظم د چین له ولسمشر سره ولیدل

۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

د المان صدراعظم اولاف شولڅ د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په لیدنه کې خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې له روانې جګړې څخه نړیوال نظم ته د زیان اوښتو خطر موجود دی.

https://p.dw.com/p/4eqyd
China Peking | Präsident Xi empfängt Bundeskanzler Scholz
د المان صدراعظم اولاف شولڅ او د چین ولسمشر شي جین پینګانځور: Michael Kappeler/dpa/picture alliance

د المان صدراعظم اولاف شولڅ چین ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د دغه هیواد له ولسمشر شي جین پینګ سره ولیدل. چین د المان ستر تجارتي شریک دی.

د المان صدراعظم د دې لیدنې کتنې په پیل کې د چین رهبر ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې روانه جګړه ټول نړیوال نظم ته د زیان رسولو خطر له ځان سره لري.

شولڅ وویل دغې جګړې او د روسیې «د وسلو نوي کول»، د ملګرو ملتونو د منشور له یوه اصل، یعنې «د دولتي سرحدونو د نه نقضولو له اصل څخه» سرغړونه ده.

دغه څرګندونې له شي سره د شولڅ د خبرو اترو په پیل کې مطرح شوي دي. شولڅ همدارنګه د اقلیمي بدلون په هکله د چین او المان د همکارۍ پر اهمیت خبرې کړي دي.

د المان صدراعظم د اټومي کړکیچ زیاتیدو خطر په هکله هم خبرې کړي دي. هغه وویل: «روښانه ده چې موږ دواړو په پیکینګ کې په خپله وروستۍ ناسته کې اعلان وکړ چې له اټومي وسلو څخه استفاده حتی نباید د ګواښ په توګه مطرح شي.» شولڅ وویل: «زه غواړم نن له تاسې سره بحث وکړم چې څنګه کولی شو په اوکراین کې له عادلانه سولې سره مرسته وکړو.»

شي: ګډ افداف باید تعقیب شي

د چین ولسمشر وویل چې د چین او المان دوه اړخیزې اړیکې به هم په دوامداره توګه پراخې شې، په دې شرط چې دواړه هیوادونه د یوه بل تفاوتونو ته درناوی وکړي او ګډ اهداف تعقیب کړي.

شي په پيکینګ کې اولاف شولڅ ته وویل: «موږ باید دوه جانبه اړیکو ته په هر اړخیز ډول په ستراتیژیک او اوږدمهاله لیرلید سره وګورو او ورته پراختیا ورکړو.»

شي شولڅ ته وویل: «تر هغه وخته پورې چې دواړه خواوې متقابل درناوي ته ژمن وي، د توپیرونو په ساتلو سره د ګډو اهدافو په لټه کې وي او په ورته وخت کې، اړیکې ټینګې وساتي او له یوه بل څخه زده کړه وکړي د دواړو هیوادونو ترمنځ به اړیکې په دوامداره توګه پراختیا ومومي.»

شولڅ د دوشنبې په ورځ وویل چې د چین او المان ترمنځ رقابت باید عادلانه وي او د موټرو د صنعت په برخه کې یې د حمایتي دریځ خپلولو له کبله د چین رهبرۍ ته خبرداری ورکړ.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب