1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

امریکا او اروپا پر سپاه پاسداران نوي بندیزونه لګوي

۱۴۰۳ فروردین ۲۹, چهارشنبه

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان ویلي دي چې د ایران پر دفاع وزارت او سپاه پاسدران باندي به نوي بندیزونه اعلان شي. دغه بندیزونه د جي ۷ ډلې او د امریکا د کنګرې له دوو ګوندونو سره په همغږۍ کې وضع کیږي.

https://p.dw.com/p/4es3x
USA Jake Sullivan
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سالیوان د سه شنبې په ورځ (اپریل میاشتې ۱۶ نیټه) وویل چې د امریکا حکومت د کنګرې له دوو ګوندونو، د جې اووه ډلې هیوادونو او خپلو نورو متحدینو سره پر دې کار کوي، څو پر اسرائیل د ایران د برید په غبرګون کې د «هر اړخیز او په یوه خوله» ځواب ویلو طرحې په هکله همکاري وکړي.

جیک سالیوان ټینګار کړی دی چې د دې ګډ اقدام هدف دا دی چې ایران د خپلو «بې ثباته کوونکو اعمالو» له پاره ځواب ویلو ته اړ کړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار زیاته کړه چې په نوو بندیزونو کې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو پروګرام، د سپاه پاسداران ملاتړ کوونکي بنسټونه او د ایران دفاع وزارت شاملیږي.

آیا بندیزونه به ګټه وکړي؟

شنونکي او د سیاسي چارو کارپوهان د بندیزونو په ارتباط دوو موضوعاتو ته اشاره کوي: لومړی دا چې په سیمه کې د دې بنسټ د عملیاتو د مخنیوي په خاطر د سپاه پاسداران او د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د پروګرام د توسعې پر وړاندې بندیزونه کافي نه بولي، ځکه په خبره یې پر بندیزونو سربیره هم ایران توانیدلی دی چې خپل د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو پروګرام ته پراختیا ورکړي.

دویمه موضوع؛ سره له دې چې سپاه پاسداران پر اسرائیل برید کې نقش درلود او حتی د یوه ترهګریز سازمان په توګه د پیژندل کیدو په اړه یې د اسرائیل پر غوښتنې سربیره دغه بنسټ چې د ایران په دولتي او ملکي بنسټونو کې یې نفوذ کړی دی د توجه وړ نه دی ګرځیدلی.

پر ایران اقتصادي بندیزونو ددغه هیواد توریزم زيانمن کړی

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر د ایران پر وړاندې د «دیپلوماتیکې حملې»، د دغه هیواد پر توغندیز پروګرام د بندیز لګولو او د ترهګریزو سازمانونو په لیست کې د سپاه پاسداران د شاملو غوښتنه کړې ده.

اسرائیل د ایران پر وړاندې د امریکا او اروپا د بندیزونو لګولو هرکلی کړی دی، خو د ترهګریز سازمان په توګه د سپاه پاسداران د پيژندل کیدو غوښتنې ته یې توجه نه ده شوې.

بورل: اروپایي اتحادیه د بندیزونو زیاتول ارزوي

پر اسرائیل د ایران له مستقیم برید وروسته، د اسرائیل له خوا په پراخه کچه د غچ اخیستنې په اړه اندیښنې موجودې دي. تر اوسه پورې څرګنده نه ده چې اسرائیل به د دې برید ځواب په څه شکل ورکوي.

د اسرائیل متحدینو، په ځانګړی توګه مهم متحد یې امریکا د جګړې د پراخیدو له کبله خبرداری ورکړی دی. ټاکل شوې ده اروپايي اتحادیه هم په ورته وخت کې پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپايي اتحادیي د بهرني سیاست مسئول جوزپ بورل اعلان کړی دی چې پر ایران پر بندیزونو پراخولو غور کوي.

ټاکل شوې ده چې نن د چهارشنبې (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) په بروکسل کې د اروپایي اتحادیې سرمشریزه وشي او د ايران پر توغنديو او بې پيلوټه الوتکو باندي بندیزونه پکې په پام کې ونیول شي.

په ورته وخت کې د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک هم نن چهارشنبه اسرائیل ته سفر کوي او د دغه هیواد له لومړي وزیر بنيامین نتانیاهو او له خپل اسرائیلي سیال یسرائیل کاتس سره ویني.

المان چې پر اسرائیل د ایران برید یې په شدید ډول غندلی دی. پر ايران د بندیزونو سختولو پر ضرورت د ټینګار ترڅنګ، د اسرائیل له خوا د وسله وال او جنګي غچ اخیستونکي اقدام مخالفت کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب